استرالیا له پاکستان نه د پنځو لوبو لړۍ وګټله

د استرالیا د کرکټ لوبغاړي

د استرالیا کرکټ لوبډلې د پنځو لوبو په لړۍ کې په پرله‌پسې ډول په پنځمې لوبه کې هم پاکستان ته ماته ورکړه.

د استرالیا لوبډلې په خپلې وروستۍ دغه ۵۰ اوریزه لوبه کې پاکستان لوبډلې ته د ٢٠ منډو په توپیر سره ماته ورکړه او د پنځو لوبو سیریز یې وګاټه.

استرالیا لومړی بېټنګ وکړ او په ۵۰ اورونو کې یې ٣٢٧ منډې وکړی، خو پاکستان‌یې په ځواب کې د ٧ لوبغاړو په سوځېدو سره ٣٠٧ منډې جوړې کړې.

د یادونې وړ ده چې دا په یو ورځنیو لوبو کې د استرالیا پرله‌پسې اتمه کامیابي ده.