خلیل‌زاد د افغان حکومت له مؤظف شویو چارواکو سره وکتل

د افغانستان د سولې او پخلاینې لپاره د امریکا خاص استازی زلمی خلیل‌زاد د سولې پروسې لپاره د افغان حکومت له مؤظف شویو چارواکو سره د کتنې پر مهال.

د افغانستان د سولې او پخلاینې لپاره د امریکا خاص استازي زلمي خلیل‌زاد ویلي چې نن‌یې د سولې د پروسې لپاره د افغان حکومت له مؤظف شویو چارواکو سره وکتل.

خلیل‌زاد په خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې د افغان ولسمشر د دفتر له رئیس سلام رحیمي او د سولې په اړه د سیمه‌ییزې اجماع په چارو کې د افغان ولسمشر خاص استازي او د سولې شورا د دارالانشاء رئیس عمر داوودزي سره کتلي.

ښاغلي خلیل‌زاد ویلي چې له دوی سره‌یې د بین‌الافغاني خبرو په لور د پرمختګ په جدیت بحث کړی دی.

زلمی خلیل‌زاد پرون شپه کابل ته رسېدلی او تمه ده له افغان چارواکو سره د بین‌الافغاني خبرو لپاره د یوه جامع مرکچي ټیم په تشکیل او د خبرو په راتلونکو ګامونو بحث وکړي.

تمه ده چې ښاغلی خلیل‌زاد له کابل وروسته اسلام‌اباد، ازبکستان، اردن او قطر ته ولاړ شي.

خلیل‌زاد په‌داسې حال کې افغان مشران ګوري چې مخکې له دې د هغه څه په اړه چې د سولې له روانو خبرو افغان مقامات لیرې پاتې کړای شوي د افغانستان او متحده ایالاتو ترمنځ کړکېچ رامنځته شوی و.