منظور احمد پشتین وايي پر پښتنو زور زیاتی د منلو نه‌دی

آرشیف، په پاکستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پشتین خپلو پلویانو ته د وینا پر مهال. ۱۳ جنوری ۲۰۱۹

د پښتون ژغورنې غورځنګ پرون په پېښور کې یوه لویه احتجاجي غونډه وکړه.

د دغه غورځنګ مشر منظور احمد پشتین وویل چې په پښتنو باندې زور زیاتی د منلو نه‌دی او دوی به د خپلو حقونو لپاره پیل کړي حرکت ته دوام ورکوي.

د پېښور په جلسه کې چې په اصل کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د یوه مخکښ غړي ارمان لوڼي د وژل کېدو د ۴۰مې په پوره کېدو نیول شوې وه، زرګونه کسانو برخه اخیستې وه.

د ارمان لوڼي خور وړانګې لوڼۍ د غونډې ګډونوالو ته وویل:

"ارمان زما ورور نه‌و، ارمان د دې ملت د دې خاورې بچی و. د دې خاورې د بقا لپاره خپله ککرۍ لکه غنم شنه کړه. ارمان خپل سر د دې وطن د امن او سوکالۍ لپاره قربان کړ."

په پېښور کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د دې غونډې ویناوالو ویل چې حکومت د ارمان لوڼي د وژنې قضیه سمه نه‌څېړي او هېڅ پرمختګ په‌کې نه‌دی شوی.

د راپورونو په اساس ارمان لوڼی د روان کال د فبرورۍ په دوهمه د بلوچستان په لورلایي کې د پولیسو له‌خوا وژل شوی، خو پولیسو ویلي و چې لوڼي د زړه سکته کړې وه.