قطر: د افغانستان د سولې د ټینګښت لپاره به پوره همکاري وکړو

د قطر په دوحه کې د امریکايي او طالب مرکچي پلاویو ترمنځ د سولې د خبرو غونډه.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د افغانستان د سولې د ټینګښت لپاره به پوره همکاري وکړي.

په‌دې اړه پرون د یوې خپرې شوې اعلامیې په یوه برخه کې راغلي چې قطر د افغانستان د سولې د ټینګښت لپاره له ټولو هڅو سره همکاري کوي، څو افغانان ثبات، پرمختګ او سوکالۍ ته ورسېږي.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت په‌دې اعلامیه کې د افغانستان پر مرستیال ولسمشر عبدالرشید دوستم د شنبې ورځې بریدونه چې په‌کې د هغه ځینو ساتونکو ته مرګ‌ژوبله اوښتې هم غندلي.

د قطر حکومت داسې وخت په افغانستان کې د سولې د تأمین او د امن په راتلو ټینګار کړی چې د دغه هېواد پلازمېنه دوحه دا میاشت د افغان سولې د دوو غونډو کوربه ده.

لومړۍ غونډه په نږدې ورځو کې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د خاص استازي زلمي خلیل‌زاد او طالبانو ترمنځ ده او ورپسې به بیا یو شمېر افغان سیاستوال له طالب استازو سره د خپلو خبرو دوهم دور ترسره کړي.