چارواکي: موټرسایکل سپرو وسله والو په هرات کې ۲ تنه پولیس ووژل

د هرات د ښار یو انځور

په هرات ښار کې چارواکي د دوو پولیسو د وژل کېدو خبر ورکوي.

د هرات د امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالاحد ولي زاده ازادي راډیو ته وویل چې دا پېښه نن غرمه هغه مهال وشوه چې پر موټرسایکل سپرو وسله والو د هرات ښار په دوهمه ناحیه کې د پولیسو یو ساتنمن او یو سرتېری چې په سیمه کې یې ګزمه کوله، په ډزو ووژل او د پېښې له ځایه وتښتېدل.

د چارواکو په وینا، د دې پېښې د عاملانو د موندلو لپاره هڅې روانې دي.