په ایران کې یوه سړي د خپلې مېرمنې د کورنۍ ۷ غړي په ډزو وژلي

د ایران د زفول ښار یو انځور

په ایران کې یوه سړي د خپلې مېرمنې د کورنۍ اووه غړي په ډزو وژلي دي.

دا پېښه د ایران په جنوب لوېدیځ کې د دزفول ښار کې شوې ده.

د ایران د ایرنا دولتي خبري اژانس د خبر له مخې، تورن کس مخکې له دې چې خپل ځان په ډزو وولي، د کلاشينکوف په ډزو یې پنځه سړي او دوه مېرمنې ووژلې.

مهر نیمه رسمي خبري اژانس وایي چې په دې پېښه کې چې پرون شنبه شوې، څلور تنه ټپیان شوي دي.

د راپورونو له مخې، د ډزو عامل ژوندی پاتې دی او په روغتون کې بستر دی.

د دې پېښې د انګېزې په اړه تراوسه څه نه دي ویل شوي، خو په ایران کې له وسلو سره په تړاو دا ډول پېښې کمې کېږي، ځکه په دې هېواد کې هر وګړی د ښکار د وسلې د لرلو لپاره باید رسمي اجازه ولري.