د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د لاتینې امریکا درېیو هېوادونو هندوراس، ګواتیمالا او السلوادور ته به مرستې بندې کړي.
د روېټرز خبري اژانس په حواله، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پرون د مارچ په دېرشمه ویلي چې کانګرس به په دې مسئله کې ښکېل کړي.
دا په دې معنی ده چې د کانګرس غړي باید دې هېوادونو ته د امریکا د حکومت د بهرنیو مرستو د پروګرامونو بندېدل تصویب کړي.
د روېټرز په حواله، د امریکا ولسمشر د جمعې په ورځ پر دې هېوادونو سخت انتقاد کړی او ویلي يې دي چې امریکا غیر قانوني کډوال وراستوي.
ټرمپ ګواښ کړی چې که مکسیکو امریکا ته د غیر قانوني کډوالو د ورتګ مخنیوی ونه وکړي، له مکسیکو سره خپلې پولې به وتړي.