د ارمنستان او اذربايجان حکومتونو د دواړو هېوادونو د رهبرانو ترمنځ وروستۍ کتنه مثبته او رغوونکې وبلله.
دوى وايي، دواړو رهبرانو په لانجمنه سيمه نګرنو قره باغ کې د اوربند پر پياوړتيا او د خپل ديالوګ پر دوام موافقه وکړه.
د دواړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو پرون په ګډه اعلاميه کې ويلي:
"دغې کتنې دواړو رهبرانو ته لار هواره کړه چې خپل مشخص دريځونه څرګند کړي."
تر دې مخکې د ارمنستان صدراعظم نيکول پشينيان د اذربايجان له ولسمشر الهام علييف سره په ويانا کې وکتل.
ګډه اعلاميه وايي، دواړو رهبرانو د شخړو د حل د پروسې پر کليدي موضوعاتو خپل نظرونه تبادله کړل.
دغه اعلاميه د امريکا، روسيې او د فرانسې د منځګړو له خوا لاسليک شوې چې په ګډه د مينسک ډلې مشري کوي.