د جرمني پوليس وايي، ١٠ کسان يې د دغه هېواد په لوېديځ کې د ترورېستي حملې د پلان په شک نيولي دي.
د دوسيلدورف د څارنوالۍ د دفتر وياند نن وويل، چارواکي له افراطي ډلې داعش سره د دغو کسانو د احتمالي ارتباط مسئله څېړي.
د څارنوالۍ وياند وايي، مشکوک کسان په تېرو دوو ورځو کې توقيفځاى ته انتقال شوي دي.
د جرمني خبري اژانس د چارواکو په حواله راپور ورکړى چې ويلي يې دي، يو مشکوک کس د تاجکستان وګړى دى.
د پاتې نورو کسانو د هويت په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.