عبدالرشید دوستم د طالبانو له یوې وسله والې حملې روغ ووت

د ولسمشر لومړى مرستيال عبدالرشید دوستم

د بلخ پولیس وایي چې د ولسمشر لومړی مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم د طالبانو له یوې وسله والې حملې روغ وتلی دی.

د بلخ د پولیسو ویاند عادل شاه عادل نن شنبه ازادي راډيو ته وویل چې جنرال دوستم د پنځه نیمو بجو په شااوخوا کې د مزارشریف- جوزجان پر لاره د چهاربولک ولسوالۍ په مربوطاتو کې د طالبانو پر یوه کمین وربرابر شو.

د پولیسو ویاند وایي چې له دې کمینه ښاغلی دوستم روغ وتلی، خو په سیمه کې د دواړو لوریو ترمنځ جګړه روانه ده.

ښاغلی دوستم ازبکستان ته له یوه لنډ سفره وروسته بلخ ته راغی او په مزارشریف کې خپلو پلویانو ته له وینا وروسته د جوزجان په لوري وخوځېد.