افغان ولسمشر نن د هېواد له یو شمېر سیاسي شخصیتونو سره وکتل

د افغانستان له یو شمېر سیاسي مشرانو سره د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د کتنې یو انځور

د افغانستان ولسمشر نن له غرمې مخکې له پخواني جمهور رئیس حامد کرزي، جهاي شخصیت عبدالرب رسول سیاف، د ولسمشر له دوهم مرستیال سرور دانش، اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله او د سولې د عالي شورا له رئيس محمد کریم خلیلي سره وکتل.

د ولسمشر ویاند محمد هارون چخانسوري د دغې کتنې هدف له سیاسي جریانونو سره د سولې د مذاکراتو د څرنګوالي شریکول وګڼل.

د ولسمشر ویاند محمد هارون چخانسوري

ده وویل:

"ولسمشر نن له غرمې مخکې له حامد کرزي، استاد سیاف، سرور دانش، کریم خلیلي او عبدالله عبدالله سره ناسته لرله، د ناستې هدف دا و چې د سولې په پروسه کې هڅې مشترکې شي او له سیاسي شخصیتونو سره دغه ناستې او مشورې دوام ولري."

دغه ناسته په داسې حال کې کېږي چې نن له غرمې مخکې ځینو منابعو ازادي راډیو سره په خبرو کې کابل ته د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد راتګ تأیید کړی دی.

کابل ته د خلیلزاد د سفر هدف د ملي یووالي د حکومت له چارواکو سره لیده کاته دي.

یادې منبع چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، په دې اړه نور جزیات ور نه کړل.

زلمي خلیلزاد په خپل وروستي ټوېټ کې ویلي چې د اتلس کلونو لاسته راوړنو په ځانګړي ډول، د افغان ښځو او ماشومانو په اړوندو برخو کې یې د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست له رئیسې فدریکا موګریني او یو شمېر نورو چارواکو سره خبرې کړې دي.

ښاغلي خلیلزاد ویلي چې دغه لاسته راوړنې باید د افغانستان د سولې په پروسه کې په لومړیتوبونو کې وي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د دوشنبې په ورځ اوو هېوادونو ته خپل سفر پیل کړ.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خپله خبرپاڼه کې ویلي چې نوموړی به په خپلو دغو سفرونو کې چې د اپرېل د میاشتې تر ۱۰مې نېټې به دوام وکړي، بریتانیا، بلجیم، افغانستان، پاکستان، ازبکستان اردن او قطر ته ولاړ شي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان د سولې د روانو هڅو په لړ کې ښاغلی خلیلزاد غواړي چې ټول اړخونه په‌ دې پروسه کې ښکېل او د ټولو مشوره ترلاسه کړي.

خو دا خوشبینۍ او تمې په داسې حال کې دي چې په دې وروستیو کې د افغان حکومت د امنیت شورا سلاکار حمدالله محب د افغان سولې په برخه کې د ښاغلي خلیلزاد پر هڅو شک څرګند کړی و او ویلي یې وو چې ښايي ښاغلی خلیلزاد د داسې یوې لنډمهالې ادارې د جوړولو په لټه کې دی چې مشري به یې پخپله کوي.

د ښاغلي محب دغه څرګندونې د امریکايي چارواکو له غبرګونونو سره مخ شوې، آن دا چې له نوموړي سره یې خپلې اړیکې هم پرې کړې.

خو اوس به ولیدل شي چې ښاغلی خلیلزاد کابل ته په رارسېدو سره له افغان چارواکو سره په خبرو کې څه ډول ژبه کاروي او لیدنې کتنې او خبرې به يې تر کومه د افغان سولې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د زیانمنو شویو اړیکو په رغولو کې ګټورې تمامې شي.

راپور: خان محمد سیند