افغان چارواکي وايي، وروستيو سېلابونو لږترلږه ٣٥ کسان مړه کړي

د هرات د سیلابونو له امله رامنځته شوې ویجاړۍ

افغان چارواکي وايي، وروستيو سېلابونو لږترلږه ٣٥ کسان مړه کړي دي.

د دوى په باور، دغو سېلابونو سلګونه کورونه تخريب او په لېرې پرتو سيمو کې زياتې لارې بندې کړي دي.

د طبيعي پېښو په وړاندې د مبارزې په چارو کې د دولت د وزير مرستيال وياند هاشم بهادري نن وويل، له پرون راهيسې سېلابونو ١٢ کسان په فارياب او ١٠ کسان په هرات مړه کړي دي.

بهادري وويل چې ٨ کسان په بادغيس او ٥ کسان په بلخ ولايت کې مړه شوي دي.

د ده په خبره، په دغو سېلابونو کې تر ٣٠٠٠ زيات کورونه تخريب شوي دي.

ويل شوي چې تر اوسه پورې ١٠ کسان ورک دي.