د سولې ولسي حرکت سبا په بلخ کې د سولې په پلوۍ لاريون کوي

ارشیف، د سولې د ولسي حرکت غړي

د سولې ولسي حرکت وايي، په پام کې لري چې سبا يکشنبه په بلخ ولايت کې د سولې په پلوۍ لاريون وکړي.

د دغه حرکت وياند بسم الله وطندوست نن ازادي راډيو ته وويل چې په دې لاريون کې دوى پر دوو موضوعاتو تمرکز کوي.

ده وویل:

"يوه برخه دا ده چې پر ولسونو غږ کوو چې نور بايد چوپتيا ماته کړي، خپل اواز پورته کړي او خپل حقونه وغواړي، دوهمه برخه دا ده چې د جګړې پر ښکېلو اړخونو غږ کوو چې افغان وژنه پاى ته ورسوي."

د سولې ولسي حرکت پرون د بادغيس ولايت په مرکز قلعه نو کې د سولې په ملاتړ لاريون کړى و.