په غزني کې د هاوان مرمۍ ۴ زده کوونکي وژلي

د غزني د والي ویاند عارف نوري

په غزني کې پر يوه ښوونځي د هاوان مرمۍ د لګېدو په پېښه کې ۴ زده کوونکي وژل شوي دي.

چارواکي وايي، دغه هاوان په اندړو ولسوالۍ کې پر یوه ښوونځي لګېدلى دى.

د والي وياند محمد عارف نوري د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې پېښه نن سهار شوې ده.

دی وایي:

"څلور زده کوونکي شهيدان شوي، ١٥ زده کوونکي او ٢ ښوونکي ټپيان شوي دي، د پېښې د څېړلو په هدف يو هيئت ټاکل شوى دى."

پېښه د ملانوح بابا پر لېسه په داسې حال کې شوې چې د دولت او وسله والو ترمنځ په کې جګړه روانه وه.