سرچینه: د زابل په شهرصفا ولسوالۍ کې يوه پوليس خپل ۹ ملګري وژلي

د زابل یو انځور

په زابل ولايت کې يوه حکومتي سرچينه وايي، په شهرصفا ولسوالۍ کې يوه پوليس خپل ۹ ملګري وژلي دي.

د زابل يوه لوړ رتبه چارواکي د نوم نه ښوولو په شرط ازادي راډيو ته وویل چې پېښه تېره شپه په جلدک سيمه کې شوې ده.

سرچينه وایي چې په پېښه کې ۹ ملي پوليس وژل شوي او بريدکوونکی پوليس له بريد وروسته تښتېدلی دى.

د زابل د والي ویاند ګل اسلام سیال بيا ازادي راډيو ته پېښه بل ډول وبلله او ویې ویل چې د تېرې شپې په جګړه کې ٤ پوليس وژل شوي او ٢ ټپيان شوي دي.

سيال وویل چې په برید کې وسله والو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، خو کره شمېر يې نه دی معلوم.

قاري يوسف احمدي چې ځان د وسله والو طالبانو وياند معرفي کوي، وايي چې د دوى ٧ تنو نفوذي کسانو په خپله حمله کې ٩ سرتېري وژلي دي.