د بدخشان چارواکو ومنله چې ارغنج‌خواه ولسوالي د طالبانو لاسته ورغلې

د بدخشان ولايت چارواکو تأييد کړه چې ارغنج‌خواه ولسوالي د وسله والو طالبانو لاسته ورغلې ده.

د دوى په خبره، پر دې ولسوالۍ له دوو ورځو راهيسې سخته جګړه روانه وه.

د والي وياند نېک محمد نظري نن شنبه ازادي راډيو ته وويل:

"د دې لپاره چې د سيمې خلکو ته مرګ ژوبله وانه وړي، تېره شپه امنيتي ځواکونه د ولسوالۍ له ودانۍ وتلي او شاتګ يې کړى دى، دوى له ولسوالۍ بهر دي او په دې ولسوالۍ کې جګړه روانه ده."

د والي وياند وايي، په دې جګړه کې وسله والو طالبانو ته هم درنه مرګ ژوبله اوښتې ده، خو د دقيق شمېر په اړه يې څه ونه ويل.

ښاغلى نظري وايي، په دې جګړه کې ٤ سرتېري هم وژل شوي او ٤ نور ټپيان شوي دي.