زلمي خلیلزاد ویلي چې د افغانستان په کورنیو چارو کې د لاسوهنې د رد په اړه د پاکستان د حکومت وضاحت ته متوجې شوی دی.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د حکومت ځانګړي استازي پرون د مارچ په نهه ویشتمه پر ټوېټر لیکلي چې د افغانستان د سولې له پروسې د پاکستان او د سیمې د نورو هېوادونو د ملاتړ هرکلی کوي.
د پاکستان صدراعظم عمران خان د تېرې دوشنبې په ورځ وویل چې د افغانستان د حکومت دریځ په دې هېواد کې د سولې لپاره روانې هڅې له خنډ سره مخ کړي دي.
خان وړاندیز وکړ چې په افغانستان کې دې موقت حکومت جوړ شي او ویې ویل چې دا د حل یوازنۍ لار ده.
کابل د عمران خان پر دې وینا شدید اعتراض وکړ.
وروسته د پاکستان حکومت په یوه بیان کې د وضاحت ورکولو ترڅنګ وویل چې د عمران خان خبرې رسنیو ناسمې تعبیر کړې دي.
د پاکستان حکومت ویلي چې د افغانستان په کورنیو چارو کې د مداخلې نیت نه لري.