چين کمپونو ته د اقلیتونو پر لېږد د قزاقستان له ملاتړه مننه وکړه

د چین او قزاقستان بیرغونه

چين له قزاقستانه مننه کړې چې د چين په شين جین سیمه کې کمپونو ته د اقلیتونو د لېږلو ملاتړ کوي.

پر پیکنګ تور دی چې د دې هېواد په لوېديځه سیمه شین جین کې اقلیتونه ځپي چې پکې قزاق وګړي هم شامل دي.

منتقدين وايي، چین په کمپونو کې د اقليتونو د ساتلو په اقدام سره له بشري حقونو څخه سرغړونه کوي.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، په چين کې تېر کال یو ميلیون کسان د ترورېزم پر ضد مرکزونو کې نیول شوي او تر یو ميلیون نور يې د بيا زده کړو په نوم کمپونو کې په زور اوسول کېږي.