د مصر علا عبدالفتاح له پنځو کلونو بند تېرولو وروسته خوشې شو

په مصر کې د ډموکراسۍ پلوی فعال علا عبدالفتاح

په مصر کې د ډموکراسۍ پلوی فعال علا عبدالفتاح له پنځو کلونو بند تېرولو وروسته خوشې شو.

ده د مصر د ۲۰۱۱ میلادي کال په پاڅون کې فعاله ونډه واخيسته او له اجازې پرته د اعتراضیه لاریون جوړولو په تور بندي شو.

د ده خور مونا پرون ماښام پر ټوېټرپاڼه ولیکل چې علا راخوشې شو.

دې د دغه ۳۷ کلن بلاګر عکس هم خپور کړی.

د علا مدافع وکیل دا خبر تأييد کړی دی.

عبدالفتاح په مصر کې د ډموکراسۍ پلويو فعالانو څخه یو دی چې په ۲۰۱۱ میلادي کال کې يې په دې هېواد کې پاڅون وکړ چې په نتيجه کې يې د هغه مهال واکمن حسنې مبارک له واکه لېري شو.

دی په ۲۰۱۳ میلادي کال کې وروسته له هغه په پنځو کلونو بند محکوم شو چې د مصر پوځ انتخاب شوی ولسمشر محمد مرسي د کودتا له لارې له دندې ګوښه کړ او علا عبدالفتاح د دې اقدام پر ضد په سوله يېزو لاریونو کې ګډون وکړ.

په وروستيو کلونو کې ګڼ شمېر د ډموکراسۍ پلويان توقيف شوي دي او پر دوی تور دی چې د ۲۰۱۳ میلادي کال له قانونه یې سرغړونه کړې چې په لارو کوڅو کې د لاریون اجازه نه ورکوي.

مصري چارواکي ټينګار کوي چې په هېواد کې د ثبات په خاطر دغه قانون ته اړتيا ده. خو د حقونو فعالان وايي چې د دې قانون هدف د بیان د ازادۍ مخه نيول دي.