په ننګرهار کې پنځوس جریبه ځمکه د کوکنارو له کښته پاکه شوه

آرشیف

په ننګرهار ولایت کې پنځوس جریبه ځمکه د کوکنارو له کښته پاکه شوه.

د ننګرهار ولایت له نشه يي موادو سره د مبارزې رئیس ادریس ساپي ازادي راډیو ته وویل، له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو په مومندرې ولسوالۍ کې (۵۰) جریبه ځمکه د کوکنارو له بوټو څخه پاکه کړه.

ده وویل:

"یوازې په مومندرې ولسوالۍ کې نه بلکې، د شینوارو، خوګیاڼيو او پچیر اګام ولسواليو په هغو سیمو کې چې امن دي، هلته هم د کوکنار کښتونه له منځه وړل شوي دي."

د یادونې وړ ده چې تر دې مهاله د ننګرهار ولایت په ټولو ولسوالیو کې په رسمي ډول د کوکنارو د کښت اړولو کمپاین نه دی پیل شوی.