ټاکل شوې چې په پاکستان کې د افغانستان سفیر عاطف مشعل بېرته اسلام اباد ته ستون شي.
د پاکستان د صدراعظم عمران له هغو څرګندونو وروسته چې ویې ویل، د یوه موقت حکومت جوړېدل د افغانستان د ستونزې یوازنۍ حل لاره ده، افغان حکومت ښاغلی مشعل د سې شنبې په ورځ د سلا مشورو لپاره کابل ته راوغوښت.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د دې څرګندونو په اړه د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له سپیناوي وروسته پرېکړه وشوه چې افغان سفیر خپلې دندې ته ستون شي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت احمدي تېر ماښام په دې اړه ازادي راډیو ته معلومات ورکړل او ویې ویل:
"پاکستانیان له خپل پخواني دریځ څخه په شا شول، نو ځکه په دې اړه له ډېرو بحثونو او سلامشورو وروسته موږ پرېکړه وکړه چې خپل سفیر بېرته اسلام اباد ته د ماموریت دوام ته واستوو."
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ په یوه بیان کې وویل چې د صدراعظم عمران خان خبرې غلطې تعبیر شوي دي.