په هرات کې د سېلابونو له کبله ۹ کسان مړه شوي

آرشیف/ د هرات د سېلاب یو انځور

د هرات ځايي چارواکي وايي چې له پرون راهیسي د سېلابونو په نتيجه کې ګڼ کسان وژل شوي او سلګونه کورونه ويجاړ شوي دي.

د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد نن ازادي راډيو ته وويل:

"سېلاب زرګونو جریمه کرنيزه ځمکه له منځه وړې، استوګنځايونه یې ويجاړ کړي او خلکو ته ځاني او مالي زيان اوښتی دی."

تر اوسه د هرات په شااوخوا سیمو او ولسوالیو کې د کوچنیانو او لوی عمر کسانو په ګډون نهه کسان وژل شوي دي.

ښاغلي فرهاد زیاته کړه چې په انجيل، ګذره، زنده جان، غوریان او یو شمېر نورو ولسوالیو او د هرات ښار په ځینو سیمو کې سېلابونو زیان اړولی دی.

د راپور له مخې، په بادغیس کې هم سېلاب راغلی او په نتيجه کې يې څلور کسان وژل شوي دي.

د بلخ ولایت په چمتال ولسوالۍ کې یو کس وژل شوی او لسګونو کورونه ويجاړ شوي دي.

د بلخ له طبيعي پېښو سره د مبارزې ادارې سرپرست رحمت الله زاهد ازادي راډيو ته وويل، د دې ولایت په دهدادي، نهر شاهي او چمتال ولسواليو کې سخت بارانونه شوي او زیانونه اوښتي دي.