د امریکا یوه محکمه وايي، په پام کې ده چې روسۍ وګړې ماریا بوتینا Maria Butina ته چې د کرملین د جاسوسې په توګه یې خپل جرم منلی دی، په اپرېل میاشت کې د هغې سزا اعلان شي.
مېرمن بوتینا اعتراف کړی چې په ۲۰۱۶ کال کې هغه مهال چې ولسمشر ډونالد ټرمپ واک ته رسېده، دې هڅه کوله چې د امریکا په محافظه کارو سیاسي حلقو کې نفوذ وکړي.
نوموړې پرون د مارچ په ۲۸مه د واشنګټن محکمې ته حاضره شوه او قاضي مېرمن تانیا چوتکان ورته وویل چې محکمه به د اپرېل په ۲۶مه خپل حکم صادر کړي.
بوتینا د دې جرم په خاطر تر پنځو کلونو پورې په حبس محکومېدای شي.
هغې د پرونۍ محکمې په جریان کې خبرې ونه کړې.
ماریا بوتینا خپل یوازنی جرم چې په بهر کې د ناراجسټر اجنټې په توګه خیانت دی، په ډسمبر میاشت کې ومانه.
پر نوموړې دا تورونه فدرالي څارنوالانو لګولي دي او دا قضیه د امریکا د ۲۰۱۶ کال د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د روسیې د ونډې په اړه د ځانګړي څارنوال رابرټ مولر په تحقیقاتو پورې اړه نه لري.