د ناټو د عمومي منشي په توګه د ینس سټولټنبرګ د کار دوره پرون تر ۲۰۲۲ کال پورې تمدید شوه.
ناټو پرون د مارچ په ۲۸مه په یوه خبرپاڼه کې وویل، د ناټو غړي د دې ټلوالې د عصري کولو او د ټولو چارو د سمون په برخه کې د ښاغلي ینس سټولټنبرګ د هڅو ملاتړ کوي.
خبرپاڼه زیاتوي، د ناټو واړه ۲۹ غړو د هغه د کاري دورې د تمدید لپاره رأیې ورکړې.
سټولټنبرګ له دې پرېکړې وروسته پر ټوېټر په یوه پیغام کې ولیکل چې د ناټو غړو له دې پرېکړې سره ده ته ویاړ وربښلی دی.
ینس سټولټنبرګ په ۲۰۱۴ کال کې د ناټو د عمومي منشي په توګه په کار پیل وکړ او په پام کې وه چې نوموړی به خپلې دندې ته تر ۲۰۲۰ کال پورې دوام ورکړي.
ټاکل شوې چې د ناټو عمومي منشي راتلونکې اوونۍ امریکا ته سفر وکړي.
سټولټنبرګ به د دې سفر پرمهال له ولسمشر ډونالد ټرمپ سره وګوري، کانګرس ته به د ناټو د تاسیس د اویایمې کلیزې په مناسبت وینا وکړي او همداراز د ناټو د بهرنیو چارو د وزیرانو په غونډه کې به برخه واخلي.