خلیل‌زاد: له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل د کلونو خبره ده

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد وايي، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو موضوع د کلونو خبره ده.

خلیل‌زاد له بي بي سي سره په ځانګړې مرکه کې ویلي دي چې که څه هم په‌دې اړه لا پرېکړه نه‌ده شوې، خو که امریکايي ځواکونه له افغانستانه ووځي، نو کلونه وخت به ونیسي.

نوموړي ویلي چې په قطر د ده او طالبانو ترمنځ پر دوه موضوع‌ګانو خبرې شوې چې یوه‌يې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل او بله د طالبانو له‌خوا دا ضمانت چې د افغانستان له خاورې به امریکا ته ګواښ نه‌جوړېږي.

په افغانستان کې د مؤقت حکومت د جوړېدو په اړه خلیل‌زاد ویلي چې امریکا دا مسئله نه‌ده پېشنهاد کړې او نه هم دا ډول دریځ لري.

زلمي خلیل‌زاد چې دا څرګندونې په لندن کې کړي د افغانستان د سولې د هڅو په لړ کې په خپل شپږم سفر راوتلی دی.