د روسیې تر اشغال لاندې کریمیا کې د چهارشنبې په ورځ، د مارچ په ۲۷مه، د تاتارانو یو شمېر کورونه د روسیې د امنیت د فدرالي ادارې مأمورین تلاشي کړل.
د روسیې د امنیت د فدرالي ادارې مسؤلانو وویل چې پهدې سیمه کې یې ۲۰ تنه تاتاران ونیول.
د روسیې د امنیت د فدرالي ادارې په کریمیا کې ۲۰ تنه تاتاران ونیول.
د کريمیا د مرکز، سمفروپول یو شمېر اوسېدونکي د امنیتي مأمورینو مخې ته ودرېدل، هغوی پولیسو ته وویل:
"تاسو د ښاریانو لپاره د لارو او سړکونو بندولو اجازه نهلرئ."
خو پولیسو مکرراً خبرداري ورکول چې له مخې لیرې شي.
د کریمیا د مرکز یوې اوسېدونکې، اظهاره سید خلیلوا چې مېړهيې د روسیې پولیسو ونیو، خبریالانو ته وویل:
"پولیس د سهار په پاو باندې شپږ بجو زموږ د کور تلاشي ته راغلل. په لس کم نهو بجو یې تلاشي خلاصه شوه. څرنګه چې هغوی ور راوټکاوه، موږ وپوهېدو چې خبره څه ده؟ هغوی وسلې درلودې او ټولې خونې یې وکتلې، بیا څارونکي او عیني شاهدان راننوتل."
هغې وویل چې پولیسو یې په کور کې هېڅ مشکوک یا غیر قانوني شی نهدی موندلی.
د تاتارانو کورونه تلاشي شول
اظهاره سید خلیلوا وړاندې وویل:
"هغوی څه ونهموندل، نویو شمېر کتابونه لکه قران کریم یې ورسره واخیستل. د اشپز خانې د المارۍ پر سر یې دوه کتابونه وموندل چې زموږ نهوو."
د کریمیا د پیوستون په نوم ډله چې پهدې سیمه کې د بشري حقونو د دفاع لپاره مبارزه کوي، وايي چې د کريمیا په مرکز او شااوخوا سیمو کې د تلاشۍ ګڼ شمېر عملیات شوي دي.
دې ډلې ویلي چې پولیسو وکیلانو ته اجازه نهده ورکړې چې د نیول شویو وګړو سره خبرې وکړي.
د اکیم عثمانوف مېړه هم پرون د روسیې امنیتي مأمورینو نیولی دی.
اکیم عثمانوف وویل:
"هغوی تلاشي زموږ د ماشوم له خونې پېل کړه او بیا زموږ د خوب خونې ته ننوتل، هلته هغوی ادعا کړې چې داسې کتابونه چې ممنوع دي په لاس ورغلي دي. زما مېړه وویل چې هغه زموږ نهدي، خو پولیسو ښکنځل کول او ورتهیې ویل چې دروغ وايي."
د روسیې د امنیت د فدرالي ادارې مأمورانو ویلي چې په سیمه کې د حزبالتحریر په نوم د افراطي ډلې د غړو د نیولو لپاره عملیات کوي.
په روسیه کې د دې ډلې پر فعالیت بندیز دی، خو په اوکراین کې د حزبالتحریر پر فعالیت داسې بندیز نهدی لګېدلی.
دا ډله ادعا کوي چې په نړۍ کې د مسلمانانو د یوځای کولو او د اسلامي خلافت جوړولو لپاره فعالیت کوي.
روسیې په ۲۰۱۴ میلادي کال کې د کریمیا ټاپو وزمه په زور له اوکراینه جلا کړه.
د راپورونو پر اساس، له هغه راهیسې ۳۱ تاتار نیول شوي او د حزبالتحریر سره د تړاو په ګومان محاکمه شوي دي.
د بشري حقونو یو شمېر مدافع ډلې وايي چې روسیه په کریمیا کې پر تاتارانو د دې لپاره فشار راولي چې د کریمیا له اشغال سره مخالفت لري.