کرملېن: په ونزوئلا کې د روسي سرتېرو موجودیت هېڅ‌چا ته ګواښ نه‌دی

ونزوئلا

وروسته له هغې چې د امریکا ولسمشر له روسيې وغوښتل چې له ونزوئلا څخه خپل سرتېري وباسي او د ایستلو لپاره‌يې ټول انتخابونه په مخکې دي، کرملېن وايي په ونزوئلا کې يې د سرتېرو موجودیت هېڅ‌چا ته ګواښ نه‌دی.

په مسکو کې د ونزوئلا پوځي اتشې هم ټینګار کړی چې په هېواد کې يې د روسي ځواکونو موجودیت د دواړو هېوادونو د موافقې پر اساس دی او روسي سرتېري به په پوځي عملیاتو کې ونډه نه‌اخلي.

د روسيې دوه پوځي الوتکې چې شااوخوا ۱۰۰ سرتېري په‌کې سپاره وو، تېره شنبه د ونزوئلا مرکز کاراکاس ته ورسېده.

د ونزوئلا د حکومت د اپوزېسیون مشر خوان ګوایدو هڅه کوي چې د ولسمشر نیکلاس مادورو حکومت نسکوره کړي.

امریکا او د نړۍ ۵۰ هېوادونه ګوایدو د ونزوئلا د مؤقت ولسمشر په توګه په رسمیت پېژني.

روسیه چې په ونزوئلا کې يې میلیاردونه ډالره پانګونه کړې ده له ولسمشر نیکلاس مادورو ملاتړ کوي.