فاریاب کې وروستیو سېلابونو ۴ کسان مړه کړي

ارشیف، په خوست کې راوتلي سیلابونه

د فاریاب چارواکي وايي، په‌دې ولایت کې وروستیو سېلابونو د دوه ماشومانو په ګډون ۴ کسان مړه کړي دي او پراخ مالي زیانونه‌يې اړولي دي.

په فاریاب کې د تېرې ورځې زیاتو ورښتونو په خواجه سبز پوش او شیرین تګاب ولسوالیو کې زیات کورونه او کرنیزه ځمکه تخریب کړې ده.

د فاریاب مقامات اندېښنه ښيي چې ښايي د ځاني او مالي تاوانونو شمېر او اندازه زیاته شي.