په هرات کې د ماشومانو د ګوزڼ ضد واکسین پسرلنی کمپاین پیلېږي

ارشیف، په کندهار کې یوه ماشوم ته د پولیو واکسین عملي کېږي

په هرات ولایت کې له راتلونکې شنبې ورځې څخه د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ ضد واکسین پسرلنی کمپاین پیلېږي.

د هرات د عامې روغتیا ریاست مرستیال اصف کبیر نن ازادي راډیو ته وویل، د پولیو ضد دا کمپاین به پنځه ورځې دوام وکړي چې له پنځو کلونو کم عمره سلګونه زره ماشومان به په‌کې واکسینېږي.

طالبانو تر دې مخکې د هرات په زېرکوه ولسوالۍ کې د پولیو د کمپاین مخه نیولې وه، خو سیمه‌ییزو چارواکو ویلي چې د قومي مخورو په منځګړیتوب دا ستونزه حل شوې ده.

په هرات کې د پولیو ضد واکسین دا پسرلنی کمپاین د پنځه زرو داوطلبانو له‌خوا ترسره کېږي.