د هندوستان د کرکټ غورهلیګ سیالیو په اوومه لوبه کې رایل چلېنجر بنګلورز لوبډله د ممبی انډیينز لوبډلې پر وړاندې د لوبې ډګر ته ځي.
د دې سیالیو د تېرې شپې په لوبه کې کلکتې، پنجاب ته د ۲۸ منډو په توپیر ماتې ورکړه او په روانو سیالیو کې يې خپله لومړۍ بریا خپله کړه.
پهدغه لوبه کې د کلکته نایټ رایډرز لوبډلې لومړی بېټنګ وکړ او په ټاکلو ۲۰ اورونو کې یې د ۴ وېکټو په زیان سره پنجاب اېلېون لوبډلې ته د ۲۱۹ منډو هدف وټاکه.
په ځواب کې د پنجاب لوبډلې په ۲۰ اورونو کې د ۴ وېکټو په زیان سره ۱۹۰ منډې وکړې او لوبهیې د ۲۸ منډو په توپير بایلوده.