لوړ رتبه پوځي پلاوي نن مزار شریف ته سفر وکړ

ارشیف، مزار شریف

د افغانستان سرپرست دفاع وزیر اسدالله خالد، د ملي امنیت رئیس معصوم ستانکزی، د کورنیو چارو د وزارت مرستیال خوشحال سادات او د ناټو د غوځ ملاتړ مأموریت عملیاتي مسؤل رنډي جورج نن مزار شریف ته سفر وکړ.

دفاع وزارت په یوه بیان کې ویلي چې دا لوړ رتبه پوځي پلاوی به د بلخ ولایت له امنیتي او ملکي چارواکو سره د دې ولایت د امنیتي وضعیت په اړه خبرې وکړي.

تر دې مخکې د بلخ د پخواني امنيه قوماندان د لیرې کولو پر سر په مزار شریف کې د امنیتي ځواکونو او د پخواني امنیه قوماندان ته چې د جمعیت ګوند د اجرائیه مشر عطا محمد نور ته نږدی دی، وسله‌والې نښتې وشوې.

تر دغو شخړو وروسته د دفاع د سرپرست وزیر اسد الله خالد په مشرۍ یوه پلاوي له عطا محمد نور سره ولیدل او د بلخ د وضعیت د ارامولو په اړه‌يې ورسره موافقه وکړه.

د جمعیت ګوند اجرائیه مشر عطا محمد نور اوس له حکومت څخه غوښتنه کوي چې شوې موافقه عملي کړي.