چارواکي: د زابل د شینکۍ ولسوالۍ مرکز سقوط نه‌دی کړی

ارشیف، د زابل مرکز قلات ښار

د زابل ولایت چارواکو د شینکۍ ولسوالۍ د مرکز د سقوط خبرونه رد کړل.

د زابل د والي ویاند ګل اسلام سیال وایي، تېره شپه طالب وسله‌والو د شینکۍ ولسوالۍ اړوند "سیوري" کلي د معروضو پر پوسته بریدونه کړي چې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو کره شمېر یې تر اوسه ورته نه‌دی معلوم.

هغه وايي، د یادې جګړې پر مهال نور افغان ځواکونه د مرستې په هدف رسېدلي دي.

تر دې وړاندې طالب ویاند قاري یوسف احمدي، رسنیو ته په یوه لېږلي پیغام کې ویلي چې د سیوري ولسوالۍ مرکز یې تېره شپه درې بجې د یوې سختې جګړې پر مهال نیولی دی.

خو د زابل د والي ویاند ګل اسلام سیال وايي، سیوري ولسوالۍ نه، بلکې د شینکۍ ولسوالۍ اړوند کلی دی چې د ولسوالۍ له مرکزه ډېر لیرې پروت دی.