د کونړ ولایت په چپه دره ولسوالۍ کې د طالبانو او داعش په نامه ډلې ترمنځ جګړو لسګونه کورنۍ بېځایه او ځایي خلک له سختو ستونزه سره مخ کړي دي.
د چپې درې یوه بېځایه شوې مېرمن د خپلې سیمې وضعیت د اندېښنې وړ وښود.
بلخوا د کونړ چارواکي وايي، تر اوسهيې د چپې درې له سلو بېځایه شویو کورنیو سره مرسته کړې ده.
د کونړ په چپه دره ولسوالۍ کې داعش او طالبانو د تېرې جمعې ورځې نه تر یکشنبې پورې په خپلو کې جګړه وکړه چې د سیمهییزو مقاماتو په خبره دواړو غاړو کې ۳۰ کسان وژل شوي دي.
په همدې حال کې د کونړ سرپرست والي ویلي دي چې دواړه ډلې بیا له یو بل سره د جګړې لپاره چمتووالی نیسي.