په اسټرالیا کې یو افغاني‌الاصله په عمري بند محکوم شو

په اسټرالیا کې یو افغاني‌الاصله تورن

په اسټرالیا کې یو افغاني‌الاصله په ملبورن ښار کې پر لارویانو د موټر د خېژولو په جرم په عمري بند محکوم شو.

په‌دې پېښه کې چې د ۲۰۱۷ میلادي کال په وروستیو کې شوې، یو زوړ سړی مړ شوی و.

د هولینګورټ «Victoria Justice Elizabeth Hollingworth» سترې محکمې ۳۷ کلن سعید نوري نن په‌دغه بند محکوم کړ.

نوموړی به مخکې له دې چې وبخښل شي، ۳۰ کاله په زندان کې تېروي.

د نوري د نیول کېدو په مهال پولیسو د هغه له کمپیوټر او «USB» الې څخه په بهر کې د ترورېستي حملو او د اسلامي دولت ډلې داعش وېډیوګانې او تصویرونه ترلاسه کړي و.

د پېښې په اړه امنیتي کمرو کې لیدل کېږي چې نوموړی خپل موټر لومړی په یوه تم ځای کې د ټرم ګاډي له واګونونو سره جنګوي او بیا یې په ډېر سرعت په څلور لاري کې پر لسګونه لارویانو خېژوي.

په‌دې پېښه کې د یوه ۸۳ کلن سړي په ګډون چې یوه اوونۍ وروسته‌یې په روغتون کې ساه ورکړه، ۲۱ تنه ټپیان شوي وو.

د محکمې قاضي وویل، دا د خوښې ځای دی چې په‌دې پېښه کې ډېرو کسانو ته مرګ ژوبله نه‌وه اوښتې.