د افغانستان د غالیو او ګېلمو د مرکز مسؤلین وایي، هره میاشت بهرنیو هېوادونو ته په خپل شخصي لګښت تر ۲۰۰ زرو متره غالۍ او ګېلم صادروي.
د دغه مرکز مسؤل منان قاسمي نن ازادي راډيو سره په خبرو کې خواشیني وښوده چې د غالیو د صادراتو په برخه کې ورسره حکومت او اړوند اقتصادي بنسټونه همکاري نهکوي.
ښاغلی قاسمي دا هم وایي چې سوداګر د غالیو او فرش د صادراتو د ټرانزیت او ویزو په برخه کې له ستونزو سره مخ دي او نهشي کولای په اسانه خپلې سوداګریزې چارې پر مخ یوسي.
د افغانستان د غالیو او ګېلمو د مرکز د مسؤلینو د معلوماتو له مخې، د هېواد په ۸ ولایتونو کې شااوخوا ۱۶ زره او ۳۰۰ کسان د غالیو پر کاروبار بوخت دي.