د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وایي، له دې وروسته به د امنیتي ځواکونو په خوراکي مینو کې له افغاني محصولاتو ګټه اخیستل کېږي.
د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډيو ته وویل چې له دفاع، کورنیو چارو وزارتونو، د تدارکاتو ملي ادارې او د چرګانو د ساتلو له ملي اتحادیې سره هوکړې ته رسېدلي چې د وطنیو چرګانو د غوښې د ښه کیفیت او د دغې برخې د لا پیاوړتیا لپاره به د امنیتي ځواکونو په خوراکي مينو کې ترې ګټه اخیستل کېږي.
نوموړی وایي، له دې سره به د چرګانو فارمونه زیات او کاروباریان بهیې ښه عاید هم ترلاسه کوي.
د کرنې وزارت د معلوماتو له مخې، اوسمهال د ټول هېواد په کچه شااوخوا ۱۰ زره د چرګانو فارمونه موجود دي.