وروسته له هغې چې هند د سټلایټ ضد یوه وسله په بریالیتوب په فضا کې د ځمکې مدار ته وتوغوله، د امریکا متحده ایالاتو خبرداری ورکړ چې د نړۍ هېوادونه دې فضا پر وسایلو نهلړي.
د هند صدراعظم نرېندرا مودي پرون وویل چې د هند ساینسپوهانو په بریالیتوب سره خپل هغه سټلایټ وویشت او لهمنځه یې یووړ چې د ځمکې تر لاندې مدار لاندې څرخېده.
پهدغه اقدام سره هند د متحده ایالاتو، روسیې او چین تر څنګ فضایي قدرت ټینګ کړ.
مودي وویل، زموږ ساینسپوهانو ۳۰۰ کېلو متره لیرې په فضا کې یو سټلایټ لهمنځه یووړ او پهدې توګه هند د یوه فضایي قدرت په توګه خپل نوم ثبت کړ.
د امریکا د دفاع وزارت سرپرست پاتریک شاناهان خبرداری ورکړ چې هر هغه هېواد چې د سټلایټ ضد دغسې وسلې فضا ته استوي، د دې خطر زیاتوي چې ټوټې یې د ځمکې په مدار کې تر شا پاتې شي.
هغه وویل، پیغامیې دا دی موږ ټول په فضا کې واوسو او هغه باید پر هر څه ونهلړو، فضا باید هغه ځای وي چې موږ کارونه سره سر ته ورسوو.