خلیل‌زاد بریتانوي چارواکو سره پر افغان سولې غږېدلی

د افغانستان د سولې او پخلاینې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد

د افغانستان د سولې او پخلاینې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد وایي، په لندن کې یې له بریتانوي چارواکو سره د افغانستان د سولې په اړه خبرې وکړې.

خلیل‌زاد چې له تېرې دوشنبې یې د سیمې یو شمېر هېوادونو ته بیا سفر پیل کړی، پرون په لندن کې د افغانستان او پاکستان لپاره د بریتانیا د ځانګړي استازي ګریټ بیلي په ګډون له یو شمېر لوړپوړو چارواکو سره د افغانستان د سولې په اړه سلا مشوره وکړه.

ښاغلي خلیل‌زاد تېره شپه په یوه ټویتري پیغام کې لیکلي چې له بریتانوي لوړپوړو چارواکو سره‌یې په افغانستان کې د سولې او زموږ د هېوادونو د امنیت ګډ هدف ته د رسېدو پر لارو چارو خبرې وکړې.

د خلیل‌زاد په وینا له بریتانوي شریکانو سره مشوره تل د خوښې وړ ده.

په کابل کې د بریتانیا سفارت هم په لندن کې له چارواکو سره د ښاغلي خلیل‌زاد د لیدنو کتنو په اړه په یوه ټویتري پیغام کې لیکلي چې د بریتانیا حکومت د سولې د هڅو ملاتړ کوي او د بین‌الافغاني خبرو د پیلېدو او په هغې کې د پراخې سیمې د رغنده رول د لوبېدو لپاره هڅې کوي.

په پام کې ده چې ښاغلی خلیل‌زاد په‌دغه سفر کې چې د اپرېل تر ۱۰مې دوام کوي، افغانستان، بلجیم، پاکستان، ازبکستان، اردن او قطر ته هم ولاړ شي.