د قزاقستان یوه پوځي هلیکوپټره د روزنیزې الوتنې پر مهال لوېدلې او ۱۳ سپرلۍ یې وژل شوي دي.
دا «مې اته» ډوله هلیکوپټره د کسپین سمندرګي له نږدې سیمو پرون والوته او د قزاقستان د دفاع وزارت په وینا د هېواد په جنوب کې د ژاله ګش په سیمه کې وغورځېده.
د دې پېښې علت تر اوسه نهدی څرګند شوی.
د قزاقستان مؤقت ولسمشر قاسم جومارت توکایف په ټویټر کې د دې خبرې د تأیید تر څنګ لیکلي دي چې ټولې سپرلۍ یې وژل شوي دي او د دې پېښې د علت د څرګندېدو د تحقیقاتو امر یې ورکړی دی.