اسپانیا: د شمالي کوریا سفارت ته ننوتونکي کسان له هېواده وتلي

د اسپانیا بیرغ

د اسپانیا یوه محکمه وایي، هغه ۱۰ تنه چې تېره میاشت له اجازې پرته د شمالي کوریا سفارت ته په مادرید کې ننوتي وو، له اسپانیا وتلي دي.

د دې محکمې یوه قاضي د امریکا له فدرالي تحقیقاتي ادارې سره تماس نیولی چې دغه کسان بېرته اسپانیا ته وسپاري.

خو د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند رابرټ پالادینو پرون په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل:

"د امریکا د متحده ایالاتو حکومت له دې موضوع سره هېڅ ارتباط نه‌لري."

یوې سرچینې روېټرز اژانس ته ویلي دي، اسپانیایي قاضي هغه مشکوک کسان چې امریکا ته تللي دي، پېژندلي دي.

که دا کسان مجرم وپېژندل شي، تر ۲۸ کلونو پورې زنداني کېدای شي.