افغانستان له کډوالو سره د امریکا د نویو مرستو هرکلی وکړ

د افغانستان او امریکا بیرغونه

د افغانستان حکومت له بې‌ځایه شویو او هېواد ته له ستنېدونکو افغانانو سره د امریکا د متحده ایالاتو د نویو مرستو هرکلی وکړ.

د امریکا متحده ایالاتو په‌دې برخه کې تازه څه باندې ۶۱ میلیونه ډالره مرسته کړې ده.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو د وزارت ویاند سید عبدالباسط انصاري ازادي راډیو ته وویل:

"کومه مرسته چې دوی اعلان کړې، د پام وړ مرسته ده، کولای شي چې په لومړي ګام کې د بې‌ځایه شویو اساسي ستونزې هوارې کړي."

د روان میلادي کال په‌دغو تېرو نږدې درېیو میاشتو کې په افغانستان کې شااوخوا دوه لکه کسان بې‌ځایه شوي دي چې اکثریت‌یې د سېلابونو په څېر طبیعي پېښو مجبوره کړي دي چې خپل کورونه پرېږدي.

په همدې موده کې تر ۶۰ زره ډېر کډوال افغانستان ته له بهره ستانه شوي دي.