سویډن له افغانستان سره د خپلو مرستو د دوام ډاډ ورکړ

د سویډن بیرغ

د سویډن هېواد له افغانستان سره د خپلو مرستو د دوام ډاډ ورکړ.

د افغانستان لپاره د سویډن سفیر الوف توبیاس پرون د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د وري ۰۷» د کندهار له والي حیات‌الله حیات او یو شمېر نورو چارواکو سره د کتنې پر مهال دا ژمنه وکړه.

د کندهار ولایت مقام د رسنیو د دفتر په اعلامیه کې راغلي دي چې د سویډن سفیر د کندهار د سفر پر مهال د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د وري ۰۷» وویل چې «سویډیش کمېټه» چې له څه باندې ۳۰ کلونو راهیسې په افغانستان کې فعالیت کوي، کندهار ته به پاملرنه زیاته کړي.