ډونالد ټرمپ: روسيه دې خپل پوځیان له ونزوئلا وباسي

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ

د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر له روسيې وغوښتل چې خپل پوځیان له ونزوئلا وباسي.

ولسمشر ټرمپ خبرداری ورکړ چې دې هدف ته د رسېدو لپاره ټول اختیارات ورسره دي.

ډونالد ټرمپ پرون چهارشنبه د مارچ په ۲۷مه په سپینه ماڼۍ کې د ونزوئلا د اپوزېسیون د مشر خوان ګوایدو له مېرمنې فابیانا روزالیس سره تر لیدو وروسته د یوه خبریال د دې پوښتنې په ځواب کې چې روسي ځواکونه ونزوئلا ته تللي دي، وویل:

"روسیه باید ووځي."

ډونالد ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې د ونزوئلا د اپوزېسیون د مشر خوان ګوایدو له مېرمنې فابیانا روزالیس سره

په دې اړه نور:

د ونزوئلا په اړه روسیې ته د امریکا خبرداری

د ونزوئلا د اساسي قانون پر بنسټ خوان ګوایدو د روان کال د جون په میاشت کې ځان د ونزوئلا د مؤقت ولسمشر په توګه اعلان کړ او څرګنده‌یې کړه چې نیکلاس مادورو په درغلۍ بېرته ولسمشر شوی دی.

د امریکا متحده ایالاتو او د نړۍ تر ۵۰ نورو ډېرو هېوادو خوان ګوایدو د ونزوئلا د ولسمشر په توګه په رسمیت پېژندلی دی.

د تېرې شنبې په ورځ د ونزوئلا د پلازمېنې کاراکاس په لمنو کې دوو روسي الوتکو نږدې ۱۰۰ روسي سرتېري ښکته کړل.

د متحده ایالاتو د حکومت په باور دا د روسیې ځانګړي ځواکونه دي چې د انټرنټي امنیت متخصصان هم په‌کې شته.

په دې اړه نور:

د ونزوئلا چارواکي: ۲ روسي پوځي الوتکې کاراکاس ته رسېدلي

له خوان ګوایدو څخه د واشنګټن د ملاتړ د ښکارولو په ترڅ کې د ښاغلي ګوایدو له مېرمنې فابیانا روزالیس سره د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پنس هم وکتل.

مایک پنس خبریالانو ته وویل چې متحده ایالات ونزوئلا ته د روسي پوځي الوتکو تګ ته د یوه ناوړه تحرک په سترګه ګوري.

د روېټرز اژانس په وینا مایک پنس همداراز ویلي چې د نیکلاس مادورو له حکومته هېڅ‌راز ملاتړ ونه‌کړي، د نړۍ د نورو هېوادونو تر څنګ د خوان ګوایدو له حکومت سره ودرېږي، څو بېرته په ونزوئلا کې ډموکراسي ټینګه شي.

روسیې په میلیادونو ډالر په ونزوئلا کې پانګونه کړې ده او د نیکلاس مادرو کلک ملاتړ کوي.