د هند صدراعظم نرېندرا مودي نن د مارچ په ۲۷مه ویلي چې هېواد یې اوس یو فضايي قوت دی.
هند د ميزائیلو په یوه نوې ازموینه کې د ټيټې کچې یوه سټلایټ دستګاه په ویشتلو کې بریالی شو.
مودي په داسې وخت کې چې په هند کې پارلماني انتخاباتو ته یوازې دوه اوونۍ وخت پاتې دی، دا خبرې وکړې چې له ټلوېزیونونو په مستقیم ډول خپرېدې.
هغه وویل چې د ځمکې په مدار کې د ۳۰۰ کېلو متره په واټن کې یوه سټلایټ دستګاه وویشل شوه چې درې دقیقې وختیې ونیو او ستونزمن مأموریت و.
د سټلایټ د راغورځولو لپاره راکټ د هند په ختيځ ښار اوړیسا کې د ميزائیلو د ازموینې له یوه مرکزه ویشتل شوی و.
مودي وویل چې هند اوس تر امریکا، روسیې او چین وروسته د نړۍ څلورم هېواد دی چې د سټلايټ ضد ميزائیلیې جوړ کړي او په بریالیتوبیې ازمویلي دي.