چارواکي: ناڅرګنده وسله‌والو نن په کاپیسا کې یو څارنوال وژلی

د افغانستان په نقشه کې کاپیسا ولایت

ناڅرګنده وسله‌والو نن چهارشنبه د مارچ په ۲۷مه په کاپیسا کې یو څارنوال وژلی دی.

د کاپیسا د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالشایق یورش د ازادي راډیو خبریال ته وویل چې دا څارنوال عصمت‌الله نومېده او نن سهار په اتو بجو خپل کار ته په لاره کې وژل شوی دی.

یورش ویلي چې حمله کوونکي په موټرسایکلونو سپاره وو او تر حملې وروسته تښتېدلي دي.

د یورش په وینا، څارنوال عصمت‌الله په کاپیسا کې د څارنوالۍ د کورني او بهرني امنیت د کمېسون غړی و.

د حملې مسؤلیت چا نه‌دی اخیستی.