د لیتوانیا محکمې د پخواني شوروي ۲ چارواکي په بند محکوم کړل

د لیتوانیا د پولیسو موټر

د لیتوانیا محکمې د پخواني شوروي وروستی دفاع وزیر او د پخواني شوروي د استخباراتو د ادارې (کې. جي. بي) یو لوړرتبه چارواکی په جنګي او بشري ضد جرمونو مجرم وپېژندل او په بند یې محکوم کړل.

د لیتوانیا په پلازمېنه ویلیونس کې محکمې د پخواني شوروي وروستی دفاع وزیر دمیتري یازوف په غیابي محاکمه کې په ۱۰ کاله او د (کې. جي. بي) مأمور میخایل ګولواتوف‌يې په غیابي محاکمه کې، په ۱۲ کاله بند محکوم کړ.

هغوی په دې جرم چې په ۱۹۹۱ میلادي کال کې یې په لیتوانیا کې د خپلواکۍ غوښتونکو حرکت وځاپه او ۱۴ کسان په‌کې ووژل شول، محاکمه شوي دي.

د لیتوانیا د محکمې دا حرکت به له مسکو سره د دې هېواد روابط لا کمزوري کړي.

د هغه کال د جنورۍ په ۱۳مه نېټه په لیتوانیا کې د ازادۍ غوښتونکو د حرکت د ځپلو لپاره د مسکو په دې حرکت کې تر ۷۰۰ زیات وګړي زخمیان شوي وو.

یازوف چې اوس ۹۴ کلن دی، هغه مهال د شوروي دفاع وزیر و.