د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون دغه اندېښنې مناسبې نهګڼي چې ویل کېږي، انتخاباتي ټکټونو مخکې له وخته کمپاینونه پیل کړي دي.
په انتخاباتي مسایلو پورې اړوند د ولسمشریزو انتخاباتي ټکټونو څرګندونو د انتخاباتو د څار بنسټونه اندېښمن کړي او دغه څرګندونې له وخته مخکې انتخاباتي کمپاین ګڼي.
خو د دغو اندېښنو پر وړاندې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، د ولسمشریزو احتمالي کاندیدانو یوه کړنه هم په کمپاین کې نهشمېرل کېږي.
د دغه کمېسیون د ویاند مرستیال ذبیح سادات د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د وري ۰۷» ازادي راډیو ته وویل:
"تر هغې چې وروستی لېست اعلان شوی نهوي، دوی له موږ سره احتمالي کاندیدان دي او هېڅ کړنهیې کمپاین نهګڼل کېږي."
په دې وروستیو کې ولسمشریزو انتخاباتو ته یو شمېر کاندیدانو د بېلابېلو موضوعګانو او په تېره د سولې اړوند ناستو کې د انتخاباتو او د دغې پروسې پر شفافیت خبرې کړې دي.
د افغانستان ولسمشریزو ټاکنو ته ۱۸ کسانو ځانونه کاندید کړي دي.
بلخوا د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د څار بنسټ یا فیفا مسؤلین وايي، دغه انتخاباتي ټکټونه د سولې له پروسې د یوې وسیلې په توګه کار اخلي او مخکې له وختهیې کمپاینونه پیل کړي دي.
د دغه بنسټ د پروګرامونو مسؤل محمد نعیم اصغري وویل:
"لیدل کېږي چې په دې وروستیو کې ځیني انتخاباتي ټکټونه د سولې له پروسې د یوې وسیلې په توګه کار اخلي او مخکې له وختهیې غیر قانوني کمپاینونه پیل کړي دي."
د دغه بنسټ مسؤلینو د انتخاباتو له خپلواک کمېسیونه وغوښتل چې ډېر ژر دې د ولسی جرګې د انتخاباتو نتایج اعلان کړي او په دې اړه دې د خلکو اندېښنې ختمې کړي.
راپور: خان محمد سیند