په تخار کې د سلو نجونو ترمنځ د منډو سیالۍ ترسره شوې

په تخار ولایت کې د سلو نجونو ترمنځ د افغان سولې له پروسې د ملاتړ په هدف د منډو سیالۍ ترسره شوې.

دغه سیالي د مدني فعالینو، د دولتي ادارو مسؤلینو او د ورزش مینه والو په حضور کې د تالقانو ښار کې ترسره شوې.

د دغه ولایت د بدني روزنې د مسؤلینو په خبره، له لومړي تر لسم مقامه ګډونوالو ته یې ډالۍ هم ورکړل شوې.

د دغه ولایت د ورزشي برخې مسؤلین وایي، دوی ژمن دي چې ځوانانو ته به په بېلابېلو برخو کې د ورزش زمینه برابروي.