زلمی خلیل‌زاد نن په لندن کې دی

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد نن په لندن کې دی.

په افغانستان کې د انګلستان سیاسي مأموریت پر ټویټر خبر ورکړی چې خلیل‌زاد به نن د انګلستان د حکومت له چارواکو سره په افغانستان کې د سولې لپاره پر بهیر بحثونه وکړي.

دې ادارې ویلي چې انګلستان د افغانانو ترمنځ د مذاکرو ملاتړ کوي او د سیمې د هېوادونو همکاري مؤثره ګڼي.

زلمی خلیل‌زاد د دوشنبې په ورځ دوحې، کابل او یو شمېر نورو هېوادونو ته د خبرو لپاره روان شو.

د هغه دا سفر به د اپرېل تر ۱۰مې وي.