جان بس: د پاکستان صدراعظم دې اعتدال په پام کې ونیسي

په کابل کې د امریکا سفیر جان بس

په کابل کې د امریکا سفیر جان بس د پاکستان پر صدراعظم غږ کړی چې اعتدال په پام کې ونیسي.

جان بس نن چهارشنبه د مارچ ۲۷مه، پر ټویټر عمران خان ته لیکلي چې د کرکټ ځيني اصول په ډیپلوماسۍ کې کار کوي او ځینې یې نه‌کوي.

جان بس لیکلي، خان دې د افغانستان د سولې د پروسې او کورنیو چارو په اړه په خبرو کې اعتدال له پامه نه‌غورځوي.

عمران خان د تېرې دوشنبې په ورځ وویل چې د افغانستان د حکومت دریځ په‌دې هېواد کې د سولې لپاره روانې هڅې له خنډ سره مخ کړې دي.

خان وړاندیز وکړ چې په افغانستان کې مؤقت حکومت جوړ شي او ویې‌ویل چې دا یې یوازنۍ لار ده.

په پاکستان کې د افغانستان سفیر عاطف مشعل د خان دا وینا د خپل هېواد په کورنیو چارو کې څرګنده مداخله وبلله او ويې‌ویل چې د خبرو او اعتراض لپاره کابل ته بلل شوی دی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د اعتراض څرګندولو لپاره د سې شنبې په ورځ په کابل کې د پاکستان د سفارت سیاسي مرستیال احضار کړ.